کله کله مار هم خر شي

0 936

وايي د مار خوله لکه ربړ داسې ده، کله چې غواړي یو څه تېر کړي، نو کولای شي چې تر یوه حده یې کش کړي او یو شی روغ تېر کړي.
همداسې یوه مار په هند کې یو ټېنس بال ژوندی تېر کړی دی، خو کله چې یې تر ستونې لږ تېر شو، نور مار خپله په ټوپو پیل وکړ.

دا مار په یوه کور کې ساتل کېده او ساتونکي یې بیا په ډېر هنر د مالش په شکل ترې بېرته توپ روغ راووایست.

په دې اړه یوه وېډیو هم په یوټیوب کې خپره شوې، کولای شئ چې ویې وګورئ.
خوند به درکړي، بد شی نه دی.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...