چين مصنوعي ابشار هم جوړ کړ

0 140

مشهوره خبره ده چې پر چینايي توکیو زیات باور په کار نه دی، مګر دا هېواد داسې مصنوعي کارونه هم کولای شي چې نړۍ ګوته په غاښ کړي.

په دې صنعتي هېواد کې یوازې د پاکې هوا کمی دی، که نه نور هر څه لري، خوا دا اړتیا له مصنوعي لارو پوره کوي.

تازه کیسه یې دا ده چې داسې یو مصنوعي ابشار يې جوړ کړی چې له یوې لوړې ودانۍ اوبه را تویوي او ټول خلک یې هک پک کړي دي.

دا مصنوعي ابشار په ګیوايي یانګ ایالت کې د یوې بین المللي پلازې په اخېر پوړ کې جوړ شوی او لاندې ترې اوبه را تویېږي.
دا اوبه له ۱۰۸ مټره ارتفاع څخه لاندې تویېږي او یو عجیبه منظره یې جوړه کړې ده.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...