چين درستې نړۍ ته وړيا انټرنيټ ورکوي 

موږ او تاسې خو چې ډېر زور ووهو نو يوازې څو جي بي انټرنيټ په سلګونو افغانيو واخلو او هغه هم راڅخه کمپنۍ غلا کړي، خو نوی خبر دا دی چې يوې چينايي کمپنۍ تابيا نيولې چې درستې نړۍ ته به وړيا انټرنيټ ورکوي.
د لنک شیور نیټورک په نامه يوه چينايي کمپنۍ وايي، دوی به تر دوه زره شپږ ويشتم کال پورې فضا ته دوه سوه او دوه اويا سټلايټونه ولېږي چې درسته نړۍ به يې محاصره کړې وې.
دغه سټيلايټونه به نړۍ ته انټرنيټ ورکوي، هغه هم په بشپړه توګه وړيا.
راتلونکی کال به د دغې کمپنۍ لومړنی سټلایټ فضا ته ولېږل شي، په دوه زره شلم کې به لس نور او تر دوه زره او شپږ ويشتم پورې به دوه سوه او دوه اويا سټلايټونو په فضا کې د ځمکې پر مدار وچورلي.
دغه کمپنۍ وايي، دا مهال په نړۍ کې څلور ميليارډه انسانان انټرنيټ نه لري، خو دوی چې بريالي شي، بيا به داسې څوک په نړۍ کې نه وي چې موبايل ولري او انټرنيټ پکې نه وي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.