پوهېږئ ګوګل ستاسې په اړه څومره پوهېږي؟

0 279

د انټرنيټ تر ټولو ډېر کارېدونکی او یا هم پلټونکی وېب‌سایټ ګوګل دی. ګوګل د خپلو کاروونکیو په اړه ‌دومره پوهېږي چې حتا تاسې د خپلو ډېرو ملګريو په اړه دومره نه پوهېږئ.

د امریکا د یوه سوداګریز ټلوېزیون د ټیکنالوجي ماهر ټوډ هیزلټن تازه په یوه وېډیوي پیغام کې ویلي، د انټرنيټ له‌لارې ستاسې په اړه هر خپور شوی مطلب، تصویر او یا هم نور موضوعات ګوګل له ځان سره خوندي ساتي او ان ځینې وخت د موضوعاتو د زړه‌ راښکون له‌پاره ترې د اعلاناتو په برخه کې کار اخلي.

د ټوډ هیزلټن په خبره، که تاسې د اعلاناتو د سيټینګز پاڼې ته ولاړ شئ او هغه پرانېزئ، خپله به هم حیران شئ چې ګوګل ستاسې په اړه څومره مالومات لري.
تاسې څه بوختیا لرئ، په د توکيو په اخيستو کې څه ته لومړیتوب ورکوئ، کومه لوبه مو خوښه ده او نور … ټول له ګوګل سره خوندي دي.

په دې مالوماتو کې ان ستاسې نوم، جنس، د زېږېدنې نېټه، ټلېفون نمبر او نور موضوعات هم شته.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...