پوهېږئ چې په بوتل کې اوبه څښل څومره تاوان کوي؟

په دې ورځو کې چې هر دويم کس وينې، د اوبو بوتل به يې په لاس کې نيولی وي او پر سر به يې اړوي.
بده خبره دا ده چې ځينې د اوبو تش بوتل تر خالي کېدو وروسته بېرته ډکوي او که پوه شي، دا کار څومره تاوان کوي، په ژوند به يې بيا و نه کړي.
د مرر د يوه تازه راپور پر بنسټ، پلاسټيکي بوتلونه چې خالي شي او بېرته ډک شي، پرېمانه مکروبونه نيسي. 
څېړونکيو ويلي دي، هغه بوتلونه چې سرونه يې له تاوولو پرته خلاصېږي، د يو نيم لک په شاوخوا کې مکروبونه نيسي.
خو هغه بوتلونه چې سرونه یې په تاوولو خلاصېږي او بېرته بندېږي، تر نورو لږ کم مکروبونه نيسي.
يوه څېړونکي خو لا ويلي دي چې په دغسې بوتلونو کې اوبه څښل دومره تاوان کوي، لکه د سپي د خوړو کاسه چې څوک څټي.
نو که پر ځان زړه سوځئ، هغه بوتلونه چې يو وار خالي شي، بېرته يې مه ډکوئ. 

Categories: دا هم شته / بیلابیل,روغتیا

Pin It on Pinterest