پوهېږئ ولې د فېسبوک‌ لوګو ابي ده؟

شاید یوه تر ټولو مهمه پوښتنه چې ټولو ته به پيدا وي، دا چې ولې د فېسبوک لوګو او ټول رنګ اسماني یا ابي دی.
راځئ نن په سرخط کې د همدې دلچسپې پوښتنې ځواب ولولئ. 
مخکې له دې چې په دې پوه شو، باید ووایو چې د انسان سترګه د بېلابېلو رنګونو د لیدو وړتیا لري، خو د ځينو رنګونو پر وړاندې ځانګړی لید لري او ژر یې جذبوي.

ساینس‌پوهان وايي، په لوګوګانو کې د یوه ځانګړي رنګ نښه کول، د هغې ډلې د جذباتو ښکاروندی دی او شاید د فېسبوک په لوګو کې هم یو هم همدا علت وي.

دوی وايي، اسماني یا ابي رنګ د استحکام، باور او سکون نښه ده او له همدې کبله چې دا رسنۍ خلکو ته سکون، باور او قوت ور بښي، نو ځکه مارک زوکربرګ هم دغه رنګ خوښ کړی دی.

خو اصلي کیسه داسې نه ده، بلکې دا رنګ خپله مارک ټاکلی، ځکه چې هغه سور او شین رنګونه سم نه ویني او دا چې اسماني یا ابي رنګ ښه په نظر ورځي، نو ځکه یې دا رنګ غوره کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.