پلاسټيکونه به نور ضرر نه پېښوي

0 71

هر کال په سمندرونو کې یو کروړ او ۴۰ لکه ټنه پلاسټیکونه اچول کېږي چې دا زرګونه کلونه هم له منځه نه ‌ځي.
دا پلاسټیکونه نه یوازې د سمندري حیواناتو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، بلکې د کبانو او نورو حیوانانو له لارې د انسانانو معدې ته هم رسېږي.
په سمندرونو کې د دې خځلو او کثافاتو ختمول یو له ستونزمنو ننګونو ګڼل کېږي او هر کال په ميلیونونو سمندري حیوانات هم وژني، خو د ټکنالوژي په پر مختګ ډېرې ننګونې له منځه تلای شي.
د ایډیلیډ اسټرالیا پوهنتون ماهر ژیا ګوانګ ډوان او د هغه څېړونکیو ملګرو داسې مقناطیسي ټکنالوژي جوړه کړې چې د کېمیايي تعامل په وسېله پلاسټیکونه په کاربن ډای اکسایډ او اوبو بدلوي.
د نینو په نوم دا ټکنالوژي اوس‌مهال په ازمایښتي ډول په لومړیو پړاوونو کې ده، خو ډېره تمه شته چې په بریا سره به یې په سمندر کې د پرتو خځلو او کثافاتو مخه ونیول شي.

Comments
Loading...