يو کورنۍ نږدې ده چې کبان شي

په نړۍ کې عجیبه خلک او عجیبه کورنۍ شته، څوک د نړیوالو ریکارډونو د خپلولو لپاره یو کار کوي او نور بل، خو راځئ نن د یوې داسې کورنۍ په اړه په سرخط کې ولولئ چې ماشومانو یې ۱۳ دقیقې تر سمندر لاندې بې له اکسېجنه تېرې کړې دي.
دا اندونېزیايي کورنۍ له خپلو نیکونو راهیسې له سمندر سره په خوا کې اوسي او د ژوند ډېره برخه یې په کښتۍ کې په تګ راتګ تېرېږي، تر دې چې ان ژوند یې یوازې د ماهیانو په څېر له اوبو سره ملګرتیا ده.

دې کورنۍ ته ان په سمندر کې د اوسېدونکیو نوم ورکړل شوی.
څېړونکي وايي، د دې کورنۍ د ارثي خواصو له کبله د نورو انسانانو په پرتله سپلین ۵۰ سلنه زیات دی، هغه چې انسان ته مقاومت ورکوي چې په اوبو کې ژوندی پاتې شي.

سپلین د انسانانو د بدن یوه عضوه ده چې زړه او مغز ته اکسیجن لېږدوي.
څېړونکي وايي، دا خلک ځکه زیات په اوبو کې تم پاتې کېدای شي چې له اوبو سره یې زیات وخت تېر کړی او نږدې ۶۰ سلنه ژوند یې په اوبو کې تېرېږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل