يوه تشناب ته يو ميليون ډالر اوښتی زیان

0 43

د برېټانیا د اکسفورډ‌ په ووډیټاک کې له بلینهیم ماڼۍ څخه د سرو زرو یو کموډ غلا شوی دی چې ارزښت یې یو ميلیون ډالرو اټکل شوی و.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا غلا شوی هنري اثر چې له سرو زرو جوړ شوی کموډ دی، په ماڼۍ کې نندارې ته ايښودل شوی و، خو د دې پر ځای چې خلک غل یا غلو ته په غوسه شي، په دې غلا یې خوشاله څرګنده کړې ده.
دا کموډ چې یو هنري اثر و، «امریکا» نومېده او د یوه ایټالیايي هنرمند موریزیو کاتیلان له لوري جوړ شوی و چې په‌کې ۱۸ قیراطه سره زر کارول شوي او ارزښت یې یو ملیون امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
دا غلا شوی کموډ لا نه ‌دی موندل شوی، خو پولیسو یو کس ۶۶ کلن سړی نیولی چې باور کېږي له دې غلا سره لاس لري.
دغه مشهور د سرو زرو کمود په ۲۰۱۷ کال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم د پېرلو لپاره وړاندې شوی و.

Comments
Loading...