هغه پلار چې د لوڼو زده کړو ته یې کار ویلی

0 121

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اوسیدونکی ښاغلی میاخان چې خپلې لوڼې روزانه ۱۲ کیلو متره په موترسایکل باندې ښوونځي ته بیایي او څو ساعته دښوونځي څخه بهر انتظار ورته کوي ترڅو لورانې یې زده کړې وکړي او دا چاره په عادي بڼه دوام لري.

میا خان کاکا وایي: خپله مې زده کړې ندي کړې او ورځ مزدوري کوم خو دلورانو زده کړه راته ډېره مهمه ښکاري. ځکه زموږ په سیمه کې ښځینه ډاکټره نشته. نو دا زما لویه هیله ده چې په لوڼو د زامنو په څېرلوړې زده کړې وکړم.

ښاغلی میاخان اوسمهال دافغانستان لپاره د سویډن کمېټې په مرسته جوړشوي نورانیه لومړني ښوونځي ته خپلې لورګانې هره ورځ راولي. چې دا په یوه اطرافي سیمه کې د زده کړو سره د خلکو دمینې لوی ثبوت دی.

د ده یوه لورچې روزۍ نومیږي وایي: زه ډیره خوشحاله یم چې زده کړې کوم سږ کال په شپږم ټولګي کې یم ، زما پلار او یا ورور هره ورځ موږپه موترسایکل دې مکتب ته راولي او بیا چې کله رخصت شو بیرته مو کور ته بیایي.

د دې سپین ږیري کاکا درۍ لوڼې اوس د نورانیه دنجونو په ښوونځي کې زده کړې کوي؛ دوه یې په شپږم او یوه لور یې په پنځم ټولګي کي دي؛ د ده په وینا دا ښوونځی یې دزده کړو لپاره ځکه انتخاب کړی، چې درسونه یې باکیفیته دي.

له نا امنیو او کلتوري محدودیتونو ورهاخوا د هېواد په یوه سرحدي ولایت کې د زده کړو لپاره د خلکو دا ډول لېوالتیا د مثبت تغییر او بدلون لویه نښه ده او همدې نقطې ته د ځواب ویلو لپاره د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د پکتیکا په ولایت کې سلګونه کلیوالي ټولګي او لومړني ښوونځي فعال کړیدي چې دزده کوونکو ډیری برخه کې نجونې تشکیلوي.

د اناثو په ذکرشوي نورانیه ښوونځي کې شاوخوا ۲۲۰ تنه نجونې ترشپږم ټولګي پورې په زده کړو بوختې دي.

Comments
Loading...