نړۍ چې نه ورانېږي، داسې ښځې ژوندۍ دي

شاید ډېر نارینه‌ له خپلو مېرمنو خفه وي او همدا ډول ډېرې مېرمنې د خپلو مېړنو په اړه خراب نظر ولري، مګر راځئ نن په سرخط کې د یوې داسې مېرمنې په اړه ولولئ چې ګوته په غاښ مو کړي.

په سعودي عربستان کې د سلما په نوم یوې مېرمنې خپل خاوند ته خپله نیمه ينه ورکړې ده.
د سلما والدین وايي، د هغې خاوند له تېرو اووه میاشتو راهیسې د ينې په ناروغي اخته و او له همدې کبله پر بستر پروت و.

بالاخره سلما پرېکړه وکړه چې خپله نیمه ينه خپل خاوند ته ورکړي او هغه له ناروغي خلاص کړي.
له بله پلوه بیا د سلما مېړه وايي، دا قرباني نه، بلکې سلما ورسره خپل نیم ژوند نیمايي کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.