نړۍ په دوزخ بدلېږي

د نړۍ مشهور ساینس‌پوه سټيفن هاکنګ ویلي، نړۍ به ۶۰۰۰ کاله وروسته په جهنم بدله شي او دومره به ګرمه شي چې نه یوازې انسان ته به په کې ژوند کول ممکن نه وي، بلکې هيڅ یو ژوند ژوی به ساه په کې وا نه خلي.

هغه زیاته کړې، د همدې له‌پاره په کار ده چې انسانان سر له همدې اوسه خپلې کډې په سر کړي او چېرته بل ځای په کومه سیاره کې د ژوند تېرولو له‌پاره زمینه برابره کړي.

سټيفن وايي، په نړۍ کې ورځ تر بلې د ټیکنالوجي پرمختګ، د ماشینونو زیاتېدل او د نفوسو زیاتېدل د تودوخې سبب ګرځېدلي او دا سانټي ګراډ کال تر بل لوړ ځي، تر دې چې ۶۰۰ کاله وروسته به پر ځمکه اور بلېږي.

هغه په دې اړه یو وېډیو هم خپره کړې او ډېری دلایل یې وړاندې کړي چې کولای شئ پر یوټیوب یې وګورئ.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.