نيم، خو د نړۍ تر ټولو ګران سګرېټ

د چرچل ډېرې مشهورې خبرې به مو اورېدلي وي چې د کاڼو کرښې یې بولي، مګر راځئ نن یې په سرخط کې په اړه ولولئ چې نیم څکول شوی سګرټ یې په ۱۲ زره ډالره وپلورل شو.

د بریټانیا د پخواني لومړي وزیر وینسټن چرچل دا سګرټ ۴ انچه اوږدوالی لري او د امریکا په بوسټن ښار کې وپلورل شو.

هغه کس چې دا سګرټ یې اخیستی، نوم یې نه دی خپور شوی، خو ایله دومره یې په اړه ویل شوي چې د فلوریډا ایالت د پالم بیچ ښار اوسېدونکی دی.
دا نیم څکول شوی سګرټ د الان ټورنر په نوم یوه پخواني بریټانیايي پیلوټ ساتلی و.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل