نن د بيل ګېټس د شتمنېدو په راز خبر شئ

0 570

د نړۍ له شتمنو کسانو څخه يو بېل ګېټس دی، شاید ویې پېژنئ او په اړه مو یې ډېر څه لوستي وي، خو نن په سرخط کې ولولئ چې د بيل ګېټس د دومره شتمنېدو راز په څه کې دی؟

د هغه پلار ولیم ایچ ګېټس ویلي، د زوی د بریا تر ټولو ستر راز یې مطالعه وه.
هغه زیاته کړې، زوی يې تر بل هر څه زیات له مطالعې سره مینه لري او داسې روږدی شوی چې انسایکلوپېډیا ترې جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، یو مهال یې د خپل اولاد په اړه اندېښنه زیاته شوه چې هسې نه ستونزه ورته پیدا شي، له همدې کبله یې د هغه مور ته دنده ورکړه چې نور یې د زوی پر مېز د شپې مهال کتاب و نه ګوري، خو له دې سره سره بیا هم بېل ګېټس منع نه شو.

خپله بېل ګېټس هم وايي، داسې کوم کتاب ترې پاتې شوی نه دي چې خوښ شوی یې وي او لوستی یې نه وي.
نو که غواړئ ډېر شتمن شئ، ډېره مطالعه وکړئ.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...