مکه مکرمه؛ په خوړو کې پوخ موږک د رسټورانټ د بندېدو لامل شو

مکه مکرمه؛
په خوړو کې پوخ موږک د رسټورانټ د بندېدو لامل شو

سرخط ورځپاڼه
د سعودي رسنۍ وايي، د مکې په يوه مشهور رسټورانټ کې په خوړو کې پاخه موږکان موندل شوي او بيا وروسته دغه هوټل پسې تړل شوی دی.

دوی وايي، يوې ښځې ته په رسټورانټ کې خواړه ايښودل شوي وو، خو هغې چې کتلي، په منځ کې يې پوخ موږک پروت دی او بيا يې پوليسو ته زنګ وهلی دی.

د سرچينو په خبره، وروسته چې کتل شوي دي چې په خوړو کې نور موږکان هم موندل شوي او بيا پوليسو نه يوازې رسټورانټ تړلی، بلکې د رسټورانټ ټول کارکوونکي يې له ځان سره بېولي دي.

دغه رسټورانټ د مکې پر عبدالله خليفي سړک د العتيبه پر مقام جوړ و.

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.