موبايل غواړئ، که نېک اولاد؟

0 103

شايد تاسې هم يو له داسې کسانو ياست چې د ماشومانو چيغې او ساتېري ورباندې غمېږي، نو موبايل په لاس ورکوي او غواړي په دې توګه يې غلي کړي.

که همداسې وي، نو ستاسې لپاره دا خبر چندان د خوند خبر نه دی، خو ګټور دی.
د څېړونکیو یوه تازه موندنه ښيي چې هغه پلرونه چې سمارټ فون لري، موبايل يې د اولادونو پر ذهن بدې اغېزې کوي.

دوی وايي، د داسې ډول کسانو اولادونه خپل‌سري، ضدي او بداخلاقه وي.
څېړونکي وايي، ډېر کله پلرونه په خپلو موبايلونو کې داسې مواد ساتي چې د ماشومانو له عمر سره سر نه خوري، له همدې کبله دا ماشومان داسې عادت اخلي چې بیا یې ترې کورنۍ تنګېږي.

دوی په همدې تړاو ۱۸۳ ماشومان تر څېړنې لاندې نیولي او په پایله کې وايي، دا ماشومان داسې عادت شوي وي چې هره چاره یې تر بداخلاقي رسېده.
خو څېړونکي دا هم وايي چې که له سمارټ فونونو سمه ګټه واخيستل شي، ښايي ماشومان سم عادت شي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...