له اوبو سره احتیاط کوئ

0 14

راځئ نن دغه څو خبرې ولولو چې اوبه که زموږ ژوند ژغوري؛ نو موږ او تاسې باید هغه بې‌ځایه مصرف نه کړو، يا کله چې لاسونه مینځو شېردهان باید ژر بند کړو چې بې‌ځایه اوبه توی نه‌شي، که يې بې‌ځایه ولګوو، خدای مه کړه د اوبو له نېستي سره به مخ شو؛

۱.اوبه وساتئ، ځکه ژوند په همدې اوبو پورې تړلی دی، که يې بې‌ځایه توی کړئ د هغو قېمت به هيڅ ادا نه کړئ.
۲.کوم وخت چې مو غاښونه پاک کړل، سمدستي د اوبو نل بندوئ.
۳. د اوبو له شېردهان سره احتياط کوئ، ځکه هغه ژر خرابېږی او اوبه ترې څڅېږي؛ نو په پوره پاملرنه يې ورو خلاصوئ او بندوئ.
۴.کله چې په سرای کې ونې او ګلان اوبه کوئ، هرې خواته بې‌ځایه اوبه مه شیندئ، ځکه اوبه د لوبو لپاره نه دي.
۵. نو که تاسې اوبه مناسبي استعمالوئ، ونې او پالېز پرې خړوبوئ، هغه به هم تازه وي، نه به وچېږي او په بدل کې به يې مېوې خورئ.

Comments
Loading...