لاندي / صفیه حلیم

0 145

وچه غوښه د نړۍ په ډېرو ملکونو کې خوړل کېږي او د افغانستان په یخو سیمو کې هم رواج لري.
د کوچاني ژوند یوه لویه ستونزه د انسان او څاروي خیټه مړول وو. دا کار په ژمي کې لا سخت و ځکه د کیږدیو نه علاوه کوچیان د خواړو د زیرمه کولو لپاره ځایونه نه لرل. په سپرلي او اوړي کې څربه شويو څاروو غوښه به د ژمي په پېل کې وچه کړه. ورو ورو کوچیانو په کورونو کې ژوند پېل کړو خو دغه دود يې وساتلو.
مالداره خلک د ژمي له پېل د پسه (ګډ) یا د غوا غوښه وچ (لاندی) کړي چې تر ۳ یا ۴ میاشتو يې ساتي. د لاندی د جوړولو لپاره په تازه حلال شوي پسه ایشیدلي اوبو کې اچوي. بیا وړۍ ترینه بیل کړي او څاروی د پاتې پوټکي سره په اور “اولۍ” (الیي) کړي چې نري ویښته ترې وسوځي. د الييل شوي څاروي خیټه تشه کړي او د څاروي پښې او د پوښتۍ هډونه ترې وباسي. یوه شپه يې په مالګه کې پټ ساتي چې ټول نم ترې وچ شي. په دغه غوښې اینجه هم ورپورې کړي. بیا دا د یو لرګي سره ځوړند کړي او د نم نه يې په هر حال ساتي چې خراب نشي. په یو میاشت کې دغه لاندی د خوړلو لپاره تیاره وي.
د غوا یا غوایی غوښه ډېره وي نو هغه په نریو اوږدو نیم میټر اوږد ټوټو پریکوي او بیا په لرګي ځوړند کړي. دا په یخ او واوره کې وچوي چې مایکروب پکې پیدا نشي.
د نومبر نه ترجنوري د لاندی خوړلو لپاره موسم ښه وي. ځینو یخو سیمو کې لاندی تر مارچ هم خوړل کېږي. خو تر هغې بیا د دۍ خوند نه وي پاتې. د پښتنو نه علاوه بلوڅ، کرد او عرب کوچیان هم “لاندی” جوړوي. عرب کوچیان د اوښ د غوښې لاندی په شوق خوري. د لاندی غوښه په اور کۍ وریتولو نه علاوه په کټوۍ کې هم پخېږي. د لاندی په ښوروا کې نرۍ پاستې (تبخي ډوډۍ) یا د تناره ډوډۍ ماته کړي چې ځینو سیمو کې ورته “وړه مړۍ” وایی. په ژوب کې لاندی ته “پرسنده” هم وایی. د لاندی لپاره هغه پسه غوره ګڼي چې وازده او “لم” يې ډېر وي. د لاندی غوښه د تازه غوښې په پرتله پخولو کې زیات وخت اخلي. د کور میرمنې په انغري کې ډېر وخت نری اور بل ساتي چې د لاندی کټوه پرې باندې وي. د لاندی ښوروا نه علاوه پکې وریژې هم پخوي. خو په دې کې د زیاتې مالګې له کبله د وینې فشار او د زړه ناروغۍ پیدا کولې شي.

د خپریدو نېټه- ۸ جنوری ۲۰۱۹ م

Comments
Loading...