فېسبوک د څوارلس ميليونه کسانو پر حريم تېری کړی

پر فېسبوک ورځ تر بلې باور کمېږي، ځکه خوندي نه دی او مالومات يې غلا کېږي.
له دې وېب‌پاڼې څخه د خلکو د پټو مالوماتو د خپرېدو قضیه بشپړه شوې نه وه چې اوس تازه یې د څوارلس ميليونه کسانو پټ پوسټونه شېر کړي دي.

فېسبوک وايي، دا پوسټونه د مې په میاشت کې عام شوي، په داسې حال کې چې دغو کسانو نه غوښتل دا پوسټونه یې ټول خلک وويني.
فېسبوک ویلي، دا کار د یوه سافټوېر د خرابېدو له کبله شوی دی، ګنې دوی قصدا داسې کوم نیت نه درلود.

فېسبوک کمپنۍ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، وروسته له هغه چې دوی په اړه مالومات تر لاسه کړل، سافټوېر یې بېرته جوړ کړی دی، خو کمپنۍ نه دي ویلي چې دا پوسټونه مهم و او که نه؟

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.