علم مهم دی که اوباما؟

0 49

له ولسمشري څخه د اوباما د خدای په اماني په مراسمو کې دده د‌کورنۍ ټول غړي حاضر وو، خو دده کوچنۍ لور نه وه.
د ميليونونو خلکو لپاره د‌ تعجب وړ خبره وه چې اصولن بايد د کورنۍ ټول غړي حاضر وي، خو چې دا کوچنۍ لور يې ولې نشته؟
نو کله يې چې د کوچنۍ لور د‌غيرحاضري په اړه له‌ مېشل اوباما څخه خبريالانو وپوښتل، هغې وویل: لور مې په ښوونځي کې وه، موږ د‌ ښوونځي له مديرې سره اړيکه ونيوه او له جمهوري رياست څخه د‌پلار د مخه ښې مراسمو کې د‌ګډون لپاره مو د لور د رخصتي ورته وويل

خو د‌ ښوونځي مديرې وويل چې ددې درس ډېر مهم دی او اجازه يې ورنکړه چې د‌ پلار د‌مخه ښې په مراسمو کې ګډون وکړي.
مېشل اوباما وويل د‌ښوونځي د‌مديرې له دې کار څخه مننه کوم او د زده کړې او روزنې په برخه کې د دې د هڅو قدرداني کوو.
علم همداسې رشد کوي او ارزښتمن کېږي.

نور احمد عایل

Comments
Loading...