شورمې دوه خواږه مينان سره بېل کړل

0 335

یوې دېرش کلنې مصرۍ ښځې وروسته له هغه له خپل مېړه طلاق واخیست چې د شورمې غوښتنه یې ترې وکړه، خو خاوند یې د خپلې کنجوسي له امله دا غوښتنه و نه منله.
دوی دواړو په مينه واده سره کړی و او له واده يې نږدې ۳۰ ورځې تېرې شوې وې.
طلاقه شوې مېرمن یې وايي، مېړه يې په دې شرط چکر ته بوتله چې هلته به يې نازوي او فرمايشونه به يې مني.

دا وايي، د چکر پر مهال يې يو جوس وغوښت، هغه ورته واخيست او بيا چې يې شورمې ته زړه وشو، ده پرې سترګې را وایستلې او جګړه یې پیل کړه.

دا مېرمن وايي، له چکره چې کور ته را ستنه شوه، په هماغه ورځ یې په محکمه کې عریضه وکړه او له خپل کنجوس مېړه یې طلاق واخیست.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...