سیاستمداران یې دغسې کوي!/ ژباړه: عبدالله دانشیار

0 110

یوه تن روسي یهودي اسراییلو ته د ورتګ اجازه ترلاسه کړه ، د تللو په وخت کې د ګمرګ د تفتیش مامور دده د بکسې د پلټنې پر مهال په کالیو کې د لینن مجمسمه پیدا کړه .
د تفتیش مامور ترې پوښتنه وکړه چې دا څه دي ؟
روسي یهودي ورته وویل : وه ملګریه ! د پوښتنې په فورموله کې دې اشتباه وکړه … تا باید داسې پوښتنه کړې وای چې دا څوک دی ؟
دا ” لینن ” دی چې د کمونیزم د بنسټ ډبره یې کیښوده او د روسیې خلکو ته یې خیر رسولی دی .
او ددې یاد د تل پاتې کیدو او د برکت لپاره , هر چیرته چې ځم دا له ځان سره وړم .
دې خبرو پر روسي مامور اغیز وکړ او ورته یې وویل : ښه ده ، مهرباني وکړۍ ، ورځۍ .
* د تل ابیب هوايي ډګر ته په رسیدو سره اسراییلي مفتش مجسمه ولیدله او پوښتنه یې وکړه چې دا څه شی دي ؟
روسي یهودي ځواب ورکړ : محترمه ! پوښتنه دې اشتباه ده ! … تا باید داسې پوښتلي وای چې دا څوک دی ؟
دا لیونی جنایتکار او مجرم ” لینن ” دی چې دده په سبب مې روسیه پریښوده , هر ځای ته یې د ځان سره وړم چې هره ورځ یې دې مخ ته وګورم او هر وخت او هره لحظه پرې لعنتونه ووایم .
د تفتیش مامور متآثره شو او ورته یې وویل : ښه ده ، مهرباني وکړۍ تیر شئ .
* روسي یهودي خپلې مستعمرې ته ورځي او کور کې اوسیږي … دا مجسمه د کوټې په یوه کونج کې په ښکاره ځای کې ږدي . بیا خپل او خپلوان دده د رارسیدو په مناسبت لیدنې ته راغواړي … یوه وراره یې ترې پوښتنه کوي چې دا څوک دی ؟
هغه ورته ځواب ورکوي چې :
پوښتنه دې غلطه ده ګرانه ! داسې ووایه چې دا څه شی دي ؟
دا ۱۰ کیلو ګرامه سره زر دي چې په ګمرکونو مې پرته د مالیې ورکولو راتیر کړل او ددې سربیره مې د اضافي مالیې له ورکولو پرته تر دې ځایه راورسول .
نو : سیاستمداران دغسې کوي …
په سیاست کې باید ته ددې توان او قدرت ولرې چې یو شی خلکو ته په بیلو بیلو لارو او طریقو تشریح کړې … خو په دې شرط چې په هر یوې طریقې قناعت ورکړې .

Comments
Loading...