سل کلنه نومانده به څو رايي يوسي؟

0 41

د جرمني په برلين ښار کې یوې سل کلنې بوډۍ ښاري ټاکنو ته ځان نوماند کړی او کور په کور ګرځي له خلکو غوښتنه کوي چې ورته رایه واچوي.

جرمني رسنۍ لیکي، د لیزیل هايسي په نوم دې ۱۰۰ کلنې جرمنۍ په ډېره خوښې ځان نوماند کړی او خلکو ته ډاډ ورکوي چې تر بریا وروسته به ورته د پام وړ خدمت وکړي.

لیزیل هایسي وايي، د راتلونکې مې میاشتې په ۲۶ ټاکنو کې غواړي د ښاري شورا په ټاکنو بریا خپله کړي او په دې سره ځوانانو ته خدمت وکړي او تر ډېره دا شعار هم ورکوي چې د ځوانانو غږ به پورته کوي.

هغه وايي، انسان چې په هر عمر کې وغواړي خپلې ټولنې او ځوانانو ته خدمت کولای شي، خو په دې شرط چې دې کار ته وخت وکړي او د سم منظم پلان له مخې مخ ته لاړ شي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...