رويباران دې خبر وي

0 396

تاسې به هم ليدلي او اورېدلي وي چې رويبار پر خلکو ډېر ګران وي. هغه رويبار چې چا ته واده ور پيدا کړي، په پګړۍ نازول کېږي، خو راځئ نن په سرخط کې د داسې چا په اړه ولولئ چې رويبار ته نغدې پيسې ورکوي.

کيسه داسې ده چې د امريکا په کلفورنیا کې د سیلف هیکډ مالک ځوان جون کوهن وايي، ډېره هڅه یې وکړه چې یوه ښکلې او د زړه په خوښه مېرمن ځان ته پیدا کړي، خو بریالی نه شو، نو له همدې کبله یې په ټولنیزو رسنیو کې له خلکو مرسته وغوښته.

دی وايي، مرسته په خيرات کې نه غواړي، بلکې که یې د زړه خوښه پوره شي، ۱۰ زره ډالر انعام هم هغه کس ته ورکوي چې د ژوند ملګرې ورته لټوي.
نور نو رويباران پوهېږي چې څه وکړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...