روسي ادم خواره مو لیدلي؟

0 835

د ادم خورو يا سړي خورو په اړه به مو یوازې افسانوي کیسې لوستې وي، خو راځئ نن په سرخط کې د داسې کسانو په اړه ولولئ چې تر اوسه يې په رښتيا دېرش تنه خوړلي دي.

دا یوه ادم خوره جوړه ده چې په روسیه کې نیول شوې ده. پولیس وايي، د نیول شویو کسانو په کورونو کې يې د انسانانو د بدن غړي هم پیدا کړي.
له دوی یو یې ۳۵ کلن دمیتري بکشیو اعتراف کړی چې له ۱۹۹۹۹ کال راهیسې ادم خور شوی او تر اوسه یې تر ۳۰ ډېر کسان خوړلي چې وروسته یې بیا یوه ملګرې هم پيدا کړه.

له هغه سره یې مېرمن ۴۳ کلنه نتالیه هم ملګرې ده چې یو مهال نرسه وه او اوس په ادم خورې بدله شوې ده.
پولیس وايي، د دوی په کور کې یې هغه تصویرونه هم موندلي چې د انسان د بدن له غړیو سره يې ایستي او وروسته یې د یادګار په توګه ساتلي دي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...