راتلونکی کال به خطرناک وي

0 315

ساینس‌پوهان وايي، راتلونکی مېلادي کال به خورا خطرناک وي، ځکه په دې کال کې به داسې ویجاړوونکې زلزلې وشي چې نړۍ به حیرانه کړي.

څېړونکي وايي، سمندري توپانونه مخ په زیاتېدو دي او نورې څېړنې هم ښيي چې شاید په دې کال کې زلزلې او ځمک‌ښوېدنې تر حد واوړي.
دوی وايي، د ځمکې د تحرک په حالت کې هم تغییر راغلی او ورځ تر بلې دا تغییر مخ په زیاتېدو دی.

څېړونکي وايي، په دې کال کې به د رېختر په کچه ۷ او یا هم تر دې سختې زلزلې وشي چې ډېرې ویجاړۍ به وکړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...