د ۹،۷ ميليونه کاله پخواني انسان غاښونه موندل شوي

0 533

د جرمني لرغون پوهان وايي، د داسې انسانانو غاښونه يې موندلي چې له ننه څخه یې ۹۷۷ لکه کاله وړاندې ژوند کاوه.
دا د انساني اعضاوو له موندل شویو نښو څخه تر ټولو لرغونې نښه ګڼل کېږي چې په جرمني کې موندل شوې ده.

لرغون پېژندونکي وايي، دوی اوس پوهېدلي چې پخواني انسانان د جسامت له لحاظه د اوسنیو په پرتله څو چنده لوی او لوړ و چې د قوت نښه یې هم له همدې لګېدای شي.

څېړونکي وايي، تر اوسه یې نه ده موندلې چې دا غاښونه د نارینه دي که د ښځې، خو اوس په دې څېړنه کوي چې دا غاښونه څه ډول روغ پاتې شوي او په دې اړه هم کار کوي چې د دې انسانانو د ژوند نور رازونه پیدا کړي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...