د ۵۰ ډالرو غل ۳۵ کاله وروسته ازاد شو

0 59

د امریکا په الباما ایالت کې قاضي هغه کس چې ۳۵ کاله وړاندې یې د نانوای له یوۍ هټۍ د چاقو په زور ۵۰ ډالره غلا کړي وو، له بنده ازاد کړ.
د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، هغه ته ۵۰ ډالرو غلا په بدل کې د ټول عمر قید سزا ورکړل شوې، خو د ۵۰ ډالرو په بدل کې یې ۳۵ کاله خپل ژوند په زندان کې تېر کړ او بالاخره خلاص شو.
د الوین کېنارډ په نوم کس د ۱۹۸۳ مېلادي کال چې هغه وخت ۲۲ کلن و، له خپل ملګري سره یو ځای یې چاقو وباسته او له یوه هټیواله یې ۵۰ ډالره واخيستل چې دومره کمو پیسو ۳۵ کاله زندان ته ورسوه.
دا ۵۸ پخوانی ترکاڼ د هغه د وخت د الاباما سختو قوانینو مطابق د دې جرم د بیا تکرارولو په پلمه په عمري بند محکوم شوی و، خو تر ۳۶ کلن بند تېرولو وروسته د هغه د خوشې کولو لپاره د قاضي نظر د بندي د کورنۍ او ملګرو له مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شو.

Comments
Loading...