د یو امریکایي کور کې د زهرجنو مارانو ځاله پیدا شوه

0 124

د امریکا په ټکساس ایالت کې د یوه سړي له کوره یو ناڅاپه څو درځنه زهرجن ماران پیدا شول چې ډېر خطرناک بلل کېږي.

د بوبي کووان په نوم یو شخص د ټکساس په ګورمن سیمه کې له دې مارانو ویډیو کښلې او وايي، تر یوې څپرې لاندې لومړی یو مار راووته، خو ورسته یې شمېر ۳۰ ته ورسېد چې په لېدلو یې سړی ډارېده، ځکه په وینا يې په انګړ کې يې نااشنا او ډاروونکي اوازونه کول.

هغه وايي، له مارانو ډکه شوې ویډیو یې چې کله خواله رسنیو ته پورته کړه، په څو ساعتو کې سلګونه زره کسانو وکتله او زرګونو نورو شریکه کړه.

کووان ته د سیمې اوسېدونکو په سر کې وړاندیز کړی و چې د مارانو ځالې ته اور ورته کړي، خو ورسته د ځنګلي حیواناتو ټولنې ټول ماران یوې بلې سیمې ته ولېږدول چې په وینا يې دا ډول ماران په شمالي او جنوبي امریکا کې ډېر خطرناک  او زهرجن وي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...