د نړۍ کم او ډیر خوب کوونکی خلک په دغو هیوادو کې اوسی

0 185

ژباړه: مریم محمدی

د نړۍ خلک په شپه او ورځ یا ۲۴ ساعتونو کې اکثره له ۶ تر ۸ ساعته خوب کوی. خو د منظم خوب کولو لاملونه د انسان د کار، عمر، ټولنیزو اړیکو، مذهب او فرهنګ پورې تړو لری.

د ډېر او کم خوب په اړه په انګلستان کې (د ملی خوب) په نوم یو بنسټ په یوې څیړنې کې ویلی چې د نیوزلند خلک ۷ ساعته او ۳۰ دقیقې خوب کوی، دغه راز د جاپان خلک بیا ۵ ساعته او ۵۰ دقیقې خوب کوی، چې د نیوزلند خلک د ډیر خوب لرونکی کسانو په لیست او د چاپان خلک د کم خوب لرونکو کسانو په لیست کې راغلی دی.

په څیړنه کې ویل شوی چې د هالند، فنلند، استرالیا، انگلستان، بلجیم او ایرلند خلک په یوه شپه او ورځ کې له ۷ ساعته او ۲۰ دقیقونه ډیر خوب کوی.

دغه راز د سویدن خلک بیا ۷ ساعته او ۲۳ دقیقې ویده کیږی. څیړنه وایی چې د سعودی عربستان او جنوبی کوریا خلک له ۶:۱۵ تر ۶:۳۰ دقیقو پورې خوب کوی.

د جنوبی امریکا، جنوبی آسیا هیوادونه، منځنۍ اسیا او د افریقا اوسېدونکی اکثره ۶ ساعت او ۲۰ دقیقې ویده کیږی.

د یاد بنسټ ډاکتران سپارښتنه کوی، هر شخص ته په کار ده چې له ۷ تر ۹ ساعته پورې په یوه شپه او ورځ کې ویده شی، ځکه کم خوب په روغتیا بده اغیزه لری.

Comments
Loading...