د نړۍ مشره ونه ۱۲۳۰ کلنه شوه

0 134

په اروپا کې د نړۍ تر ټولو پخوانۍ لویه ونه چې ۱۲۳۰ کاله عمر لري، اوس هم شته او ورځ تر بلې غټېږي.

د دې ونې نوم اټالس دی او د غرونو په یوه لوړه څوکه شنه شوې ده، چېرته چې پورته کېدل ډېر ستونزمن کار دی.

چاپېریال ساتونکي وايي، دې ونې په ګرمي، یخني او وچکالي کې له هر ډول وضعیت سره سمه مقابله کړې.

څېړونکي وايي، دوی اوس په دې څېړنه بوخت دي چې پوه شي له کومو لارو ونه تر دې وخته شنه پاتې شوې او دوی ورسره څه نوره مرسته هم کولای شي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...