د ماضي ښار – د خلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

ژباړه او راټولونه: میوند محمد جمال

0 56

يوه ورځ ژوند زه په خپلو وزرو كېنوليم او د ځوانۍ درې ته يې بوتلم،  ژوند راته اشاره وكړه او داسی یی و ویل :

شاته وګوره !؟ ما چې كله خپل مخ شاته واړوه يو ډېر عجيبه ښار مې تر سترګو شو چې په دغه ښار كې د مختلفو رنګنونو دودونه ښكاره كېدل چې په كلار كلار يې حركت كاوه، تر دی چی  يوې وړې او نازکه وريځې زما په مخ پرده راوسته او دغه ښار زما له نظر څخه  پناه شو د لږې چوپتيا نه وروسته ما ژوند ته وويل:

«اى ژونده دا زه څه وينم؟»

ژوند راته وويل:

«دا د  ماضي (تېروخت) ښار دى !  ښه په ځېر دغه ښار ته وګوره او پری فكر وكړه»

ما هغه ښار ته ور وكتل ما هلته ډېر څه وليدل  ، ما هلته د انسانانو په لاس ډېرې دنګې او قوي ماڼۍ وليدلې چې هغه خلک اوس په درانه خوب ويده دي ، چې د دغه ماڼیو د د جوړونكو قوت او پوه ترينه  له ورایه ښکاریده .
ما هلته د خبرو مجلسونه وليدل چې په دغه مجلسونو كې ما يوسه او خفه روحونه هم ول او د خوشحالى او هوس نه ډك مخونه هم .

ما د وريځو شاته د لوړ فكرونو منارونه هم وليدل چې د سوالګرو غوندې يې لاسونه نيولي ول.

ماهلته د حرص لارې هم وليدلې چې هغه په درو كې لكه د سيندونو خورې پرتې وې. ما په دغه ښار كې د اسرار غټ غټ پنډونه هم وليدل چې هغه دپردو تر شا پټ شوی ول .

ما هلته هغه منارونه هم وليدل چې هغه زړورتيا جوړ كړي ول خو د ويرې له امله تت ښكارېدل.

ما په دغه ښار كې د خوبونو هغه كاروان هم وليده چې د شپې خوب  یی روان كړى و، خو د ورځې ويښتيا هغه ته لكه د دېوال سپر داسې ولاړ و.

ما هلته د كمزورتیا او بي وزلي  خيمې هم وليدلې او د زاهدانو عبادت ځايونه هم .

ما په دغه ښار كې د علم او پوهې بلې شوې شمعې هم وليدلې او جهالت او بې علمي تكه توره او تياره شپه هم.

ما په دغه ښار كې ټول ژوند وليده چېرته چې ژوند خپلې ټولې لوبې ترسره كړې وې.

دا د تېر وخت (ماضي) ښار دى چې مونږ ته ليرې ښكاري خو داسې نه ده د تېروخت دغه ښار زمونږ څخه دومره ليرې نه دى.

د دې هرڅه نه وروسته ژوند ماته يوځل بيا وويل:

«اوس زما پسې راځه مونږ دلته ډېر وخت تېر كړ»

ما د ژوند نه وپوښتل:

«اى ژونده! مونږ چېرته روان يو»

ژوند راته په ځواب كې وويل:

«اوس مونږ د راتلونكي وخت (مستقبل) په لور روان يو»

ما ژوند ته وويل:

«اى ژونده! نور زما په حال رحم وكړه زه ډېر زيات ستړى شوى يم او زما پښې زخمي شوي دي چې د هغې له امله نور قدم نشم وهلى»

مګر ژوند راته وويل:

«اى دوسته! قدم واخله په نيمايي لاره كې پاتې كېدل ډېره بزدلي او د احمقانو کار دی، د تېر وخت په اړه  فكر كول او په هماغه تېر وخت كې اوسېدل صرف د نا اهلو او ناکامو خلکو كار دى»

 د دمعة والبسامة كتاب ۷۸ مخ

Comments
Loading...