د دې جادويي پوړۍ له ګټو خبر یاست؟

0 49

تاسې به د بوټانو، درملو او نورو بېلابېلو تولیداتو په کارتنونو کې سپینې وړې پوړۍ لېدلې وي، خو تر اوسه به يې ډېرو کسانو په اړه فکر نه‌وي کړی چې دا پوړۍ ولې په دې ډبیو کې اچول کېږي.
ویل کېږي په دې پوړیو کې د سلیکون ډايي اکسائیډ په نوم دانې موجودې دي چې هر ډول څېزونه له نم څخه ساتي، څو خراب نه‌شي. 
د دې کمپنۍ مسوولین وايي، که څه هم په دې پوړیو کې زهرجن مواد نه‌دي ګډ شوي، خو خوړل یې زیان رسوي؛ نو په دې اساس بایدی له ماشومانو لرې وساتل شي.
د دې تر څنګ دا پوړۍ د نورو موخو له‌پاره هم کارول کېدای شي چې تاسې به یې تر اوسه په اړه فکر هم نه‌وي کړی. 
دا پوړۍ د هغه موبایلونو په خوندي کولو کې هم مرسته کوي چې په اوبو کې غورځېدلی وي. که مو موبایل په اوبو کې پرېوتي وي، يو ډبي کې یې له دې پوړۍ سره یوځای واچوئ د بیارغېدو امکانات يې ډېرېږي.
همدا ډول په دې پوړۍ سره د ارائش سامان، په سفري بیک کې د کالیو ساتنه، د پخوانیو انځورونو روغ ساتل او همدا ډول نورې ګټې ترې هم اخېستلای شئ.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...