د جادوګرانو ښوونځی

په نړۍ کې بېلابېل ښوونځي شته چې یا د خپلو استادانو له کبله شهرت لري او یا هم د ښو درسي موادو، نظم او نورو له کبله، خو ځینې بیا داسې وي چې د خپل موقعیت له کبله نړیوال شهرت ته ورسېږي.

همداسې یو ښوونځی د امریکا په شیکاګو کې دی چې د خپل موقیعت او هلته د تدریسېدونکیو موادو له کبله نړیوال شهرت ته رسېدلی دی.
د دې ښوونځي نوم ډاین وِچ دی او چارې یې په ۲۰۰۹ مېلادي کال کې پیل شوې.
په دې ښوونځي کې په نورو زده‌کړو سربېره، ماشومانو ته د جادو اړوند تحریري زده‌کړې ورکول کېږي او انلاین برخه هم لري. تر اوسه له دې ښوونځي لکونه زده‌کوونکي فارغ شوي دي.

همداسې یو بل عجیبه ښوونځی په چین کې دی چې په سیند کې د یوې کښتۍ دننه جوړ شوی دی. دا ښوونځی په ۱۹۸۰مېلادي کال کې جوړ شو او تر ننه همداسې قایم دی. په دې ښوونځي کې ابتدایه زده‌کړې ورکول کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل