د تېز انټرنيټ په تاوان خبر واست؟

ډېر خلک تېز انټرنيټ ته خوشحاله وي، حتا چې کله یې انټرنېټ ورو وي، ښکنځل کوي،خو ایا پوهېږئ چې د ډېر سرعت انټرنيټ څه زیان لري؟

یوه تازه څېړنه ښيي چې د ډېر تېز انټرنيټ کارول، خوب کموي او نه پرېږدي چې تاسې پوره خوب وکړئ.

د Bocconi پوهنتون یوه تازه څېړنه ښيي چې تېز انټرنيټ کارول په اوسط ډول هره شپه ستاسې خوب ۲۵ دقیقې کموي.

دا پوهنتون د دې خوب د کمېدو د علت په اړه لیکلي، کله چې انټرنيټ تېز وي، کاروونکي یې ګېم، وېډیو کالنګ او ټولنیزې رسنۍ کاروي چې له مخې یې خوب کم او کار زیاتېږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل