د توپکو شوقيان په امريکا کې هم پيدا کېږي

0 262

دلته خو د ماشوم له زېږېدو نيولې، تر واده او کريکټ پورې په هر څه کې ډزې کېږي، خو فکر مه کوئ چې دا بد شوق يوازې زموږ دی، بلکې په امريکا کې هم داسې کسان پيدا کېږي چې مرمۍ او توپک يې ښه اېسي.

د امریکا په ویرجېنیا ایالت کې د رسنیو پام هغه مهال یوې نندارې ته واوښت چې په یوه ډله‌ییز واده کې ټولو جوړو له مرمیو جوړ شوي تاجونه پر سر کړي او توپک په لاس کې نیولي وو.

دوی له همدې لباسونو سره چرچ ته ننوتل او ودونه یې وکړل.
په دې واده کې ۳۰۰۰ جوړو همدا سټایل غوره کړی و او خپله خوښي یې په درز کې ونمانځله، خو په دومره توپیر چې یوه یې هم هوايي ډزې و نه کړې.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...