درې سترګی ښامار

0 35

که څه هم په اسټرالیا کې د مارانو بېلابېل او نایاب ډولونه پیدا کېږي، خو اوس د دې هېواد په یوه کوچنۍ سیمه کې درې سترګو والا مار پیدا شوی چې د نړۍ په لر او بر کې خلکو ته ډېر عجیب ښکاري.
د اسټرالیا په شمالي همپټي ډو نومي سیمه کې دا درې سترګو والا موندل شوی مار ډېر زهرجن هم بلل شوی، خو د ژوو ماهرین وايي، دا ډول لومړی مار دی چې درې سترګې لري.
په پیل کې ویل کېدل چې د دې مار ښايي دوه سرونه وي، خو د ايکسرې او د سر ځانګړي انځور اخيستو وروسته مالومه شوه چې په یوه سر کې یې درې سترګې لرلې.
د حیواناتو ماهرین وايي، د مار درېیمه سترګه د کوم ډول ناورغې له کبله نه ‌وه پیدا شوې، بلکې هغه وخت پیدا شوې کله چې مار په هګۍ کې و.

Comments
Loading...