دا ډاکټره بولئ، که ډانسره؟

په سرخط کې مو د يوې چینايي ډاکټرې په اړه لوستي و چې د ناروغانو د ښې درملنې په هدف ځان په کلیوالي او ډول ډول جامو سینګاروي، څو ناروغان ورسره راحت وي او ټول حال ورته سم ووايي.
خو راځئ نن په سرخط کې د یوې داسې جراحې په اړه ولولئ چې د عملياتو پر مهال نڅا کوي.

کیسه داسې ده چې یوه امریکايي پلاسټیک سرجنه د عملیاتو پر مهال رپ میوزیک اوري او له ډانس سره سره خپلې چارې مخ ته وړي.
هغې د عملیاتو پر مهال د خپل ډانس وېډیو هم په انسټاګرام خپره کړې او کولای شئ چې تاسې يې هم ننداره کړئ.

ډاکټر ونډل باوټي وايي، په دې ډول کار راحته ده او کولای شي چې په سم ډول عملیات وکړي.
خو د هغې د عملیاتو پر مهال نه ناروغ او نه هم پایواز کولای شي چې وېډیو وکړي، بلکې یوازې هغه خپله د وېډیو کولو اجازه لري او بس!

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل