دا نړۍ د ښايسته‌وو لحاظ هم نه کوي

تاج ګټل ستونزمن کار دی، که هغه د ملک پاچاهي وي او یا هم د ښکلا او حسن، خو له لاسه ورکول یې بیا ډېر اسانه کار دی.
نن په سرخط کې د همداسې چا په اړه ولولئ چې د ښکلا تاج یې په یوه وړه خبره بېرته له لاسه ورکړ.

د بنګله‌دېش د ښکلا د ملکې انتل ایله له سره تاج ځکه کښته کړل شو چې د خپل واده په اړه یې حال نه و ویلی.
د ترکیې له ملکې ۱۸۸ کلنې عطر حسن څخه هغه مهال دا تاج لېرې شو چې د پروسږ کال ناکامې پوځي کودتا په اړه يې په خپل ټویټر پیغام کې لیکلي و؛ “نن ګهيځ مې میاشتنۍ ناروغي پیل شوه. د ۱۵ جولای د شهیدانو د جشن پر مهال. زه په وینه بهولو د خپلو شهیدانو جشن نمانځم. ”

د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر پر لومړۍ نېټه له مس ګرانډ میانمار ۱۹ کلنې شیو این سي څخه ځکه بېرته تاج واخیستل شو چې تېره اوونۍ يې یوه وېډیو پر انټرنېټ خپره کړه او په‌کې يې پر روهينګیايي سخت دریځو د ناامنيو جوړولو تور پورې کړی و.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.