داسې سيمه چې ټول واک په‌کې د ښځو دی

0 454

هسې خو په ځينو سيمو کې پر سړیو د ښځو راج دی، خو په نړۍ کې داسې یوه سیمه هم شته چې ټولې چارې یې د ښځو په لاس کې دي.
دا سیمه په ایسټونیا کې ده او له يوې مخکې په‌کې ښځې حاکمانې دي. دا سیمه په مشخصه توګه د کهنو جزیرې په نوم یادېږي.

په دې سیمه کې د کور پخلی، کالي مينځل، د ماشومانو روزنه خو پرېږده، له کوره د باندې کاري معاملې، دوکانداري، کرنه، موټر چلول، موسیقي او نور بېلابېل کارونه ټول د ښځو په غاړه دي.

شاید پوښتنه درسره پیدا شي چې هلته نارینه له ښځو ډېرې وېرېږي، خو داسې نه ده، بلکې د دې سیمې ټول نارینه د کبانو نیولو له‌پاره د زیات وخت له‌پاره دجزیرې لېرې سیمو ته ځي او د ژوند ټولې چارې ښځو ته پاتې کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...