توپان ټوله شمالي امریکا کنګل کړه

پوهېږئ چې په دې ورځو کې په امریکا کې واورې ډېرې شوې، توپانونه هم شته، مګر همدې واورو د سړې هوا درجه منفي ۱۷ ته رسولې او هر ځای یې کنګل کړی دی.
تر ډېره دا توپانونه په شمالي امریکا کې را پورته شوي دي، تر دې چې ان خلک یې د لوبو په میدان کې تر واورو لاندې پټ کړي دي.

دې نظارې اوس د امریکایانو له‌پاره یو ډول تفریح هم برابره کړې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې په شمالي امریکا کې د هر یوه شي زیاته برخه کنګل شوې او یوه منظره یې جوړه کړې ده.

په امریکا کې خلک وايي چې هر لور ته لاس کوي، یوازې یخک په لاس ورځي او که یې کوم توکی له کوره د شپې د باندې پاتې شي، سهار یې بیا پر ځای یوازې یخ په لاس ورځي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: دا هم شته / بیلابیل

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.