اتم براعظم هم کشف شو

0 952

تر اوسه ټول په دې باور دي چې په نړۍ کې اووه لويې وچې شته چې انټرکټیکا خو یې له سره د اوسېدو له‌پاره نه ده جوړه، خو تازه خبر دا دی چې د نیوزیلنډ د اراضي ادارې پوهانو د یوه سمندر په تل کې یو بل براعظم کشف کړی، نوم یې زي لېنډیا ايښوول شوی دی. دوی وايي، دا لويه وچه ټول ۵۰ لکه کیلو مټره مربع مساحت لري.
که څه هم دا کوم نوی کشف نه پېژندل کېږي، ځکه چې نږدې شل کاله وړاندې د نیوزیلنډ اراضي پوه موټایمر په دې اړه بریالۍ څېړنه کړې وه، خو هغه مهال یې مساحت، مشخصه سیمه او نور جزیات نه و ډاګیز شوي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...