ګرانو دوستانو ستاسو مرستې ته اړتیا ده !/ بابر

ګرانو دوستانو ستاسو مرستې ته اړتیا ده !

هغه (نیک محمد)، په کندو کې د شوروې لښکروځنې را بیل شوي او مسلمان روسې سرتیرې د نړۍ په یوه داسې برخه (کندوز- افغانستان)، کې په اسلام مشرف شو، چېرې چې د امنیتې، سیاسې ستونزو اوکشالو ترڅنګ بیوزلې،غربت، ګڼ شمیر سوالګروشمیر، متزلزل اوغیرمتوازن اقتصاد، بې روزګارې او اجتماعې نا انډولې تقریبا د ډیرو افغانانو ورځنې ژوند ګواښي.

په داسې یوه حالت کې د ټیټې کچې یا منځنې اقتصاد لرونکې افغانان نشې کولې د بل مسلمان ورور او مسلمانې خورسره مرسته یا لاسنیوې وکړي خود نیکمرغه چې ددی هېواد ان مساکین هم د خواخوږې احساس  ترڅنګ د قربانې پیغام هم لري.

په دی صورت کې د اُمید او اسرې سترګې د هېواد شتمنو افغانانو وروڼو او خویندو ته ور اوړي ترڅو خپل مسلمان وروڼه اوخویندې په دی مبارکو ورځو کې هیر نکړي بلکې د وس مطابق صدقې او اعانې په وسیلې سره خپل ځانونه په اُخروې اجروثواب کې ورګډ کړي.
په هیواد کې د ټولو شته ناخوالو او ربړو سره سره افغانان میړنې اوغیرتې خلک دی، د خپل ورورګلوي احساس له مخې د خپل اړمنو اوناداره وروڼو او خویندو سره هغه څه چې د دوي په وس کې دی هېڅکله نه سپموي.

اوکراینې نیک محمد کلونه پخوا د آذان او د حق موندنې په نیت د موکې نه په ګټې سره په شرابو او میو مست روسې ملګرې د غفلت په خوب بیده پریښودل اود کندوز ولایت په خان آباد ولسوالې کې د خپلې امنیتې پوستې څخه صبح صادق مهال په تیاره کې ووت، چې د هغې شپې نه بیا تردی دمه هیڅلکه د خپلو وروڼو او اقاربو په تکرارې غوښتنه د مزو او هوسا ژوند نه ډک اود ټولو امکاناتو لرونکې اصلې ټاټوبې ( اوکراین ) ته ستون نه شو.

بلکه نوموړې په یو بیوزله اسلامې هېواد کې ژوند ته د ټولو کړاونو اوستونزوسره سره ترجیح ورکړه- د دنګې او ښکلې ځوانې لرونکې پخوانې (ګنادی) او د نن په ملاکړوپ، په سترګه معذور، د اقتصادې ستونزو سره لاس او ګریوان او لارورکې (نیک محمد) ستاسې عملې نغذی مرستې ته اړتیالري.

په درنښت
بابر
اړیکشمیرې:  0788954143/0730447703

0