کار مهربانی – Act of Kindness – د مهربانئ کار

*کار مهربانی – Act of Kindness – د مهربانئ کار *
د ملي پرمختګ ټولنې, د خپل غړي, شهيد ذاکر په ياد کې د لباسي توکو د راټولوونې او تر اړمنو خلکو د رسوونې کمپاين په لاره اچوي.
تاسي مو هم خپل کورونو کې اضافي توکي راټول کړئ, موږ ته يې وسپارئ, موږ يې تر اړمنو خلکو رسوو.
د کار ساحې: راتلونکې پنجشنبه 100 بجې, زموږ رضاکاران په ارزنقيمت مکروري انونو,شهرک آريا او د کارته نو طلايي ښارګوټواو ساحوکى ګرځي. تاسي مو خپل توکي اماده او زموږ رضاکارو ته يې وسپارئ. لا آسانتياوو په خاطر زموږ اعلان شوو شميرو ته زنګ ووهئ, د امکان په حالت کې زموږ رضاکار ستاسي تر ادرسه درځي او توکي مو ترلاسه کيږي.
=> نو راځئ! زموږ ملاتړي شي او زموږ دا پيغام خپلو ملګرو سره sharee کړئ ترڅو هر هيواد وال خبر شي.

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه