په لندن کې د سولي د علمي سیاسي سیمینار خبرتېا او بلنه

0 34

سوله

علمي سياسي سيمينار

Afghan Peace Academic Seminar

 14/04/2019                   لندن

 

په لندن کې د سولي د علمي سیاسي سیمینار خبرتېا او بلنه :

 

 د افغانستان د سولي د روان بهیر د

پيچلتیا‌ؤ د حل لارو موندلو په هکله :

له هغې ورځې چې د افغانستان د سولي بهیر پيل شوی ، له لمړیو ورځو یې یو لړ پيچلتیاوي درلودي ، لکه د افغانستان له حکومت سره خبري نه کول او نیغ په نیغه د امریکایې چارواکو سره د طالبانو دیالوګ ، په خبرو کې د افغانستان د ستونزو د حل پر ځاي د پاکستان په اندیښنو تمرکز ، په تیرو اتلسو کلونو کې د افغانانو د لاسته راغلې مادي او معنوي ارزښتونو د بابیزه ښودلو ، طالب ته د سولي په بهیر کې د مشروعیت بښلواو یا دا چې خدای مه کړه  د مرموزو فیصلو نیولو د نتایجو په لړ کې د روان بحران د ختم پر ځاي د بلې وحشي او تپل شوې جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر او قرباني نه شو .

دا او دې ته ورته مواردو برتانیا میشتې افغانان روڼ اندي اړ کړل چې د سولي د علمي سياسي سيمينار د جوړولو تابيا وکړي . له دې کبله تاسو اغلو او ښاغلو ته په ډیردرنښت بلنه درکول کېږي چې د خپل فعال ګډون تر څنګ د خپلو پیغامونو، نظرونو او پیشنهادونو په وړاندي کولو سره زموږ سیمینارلاپسې غني کړئ .

اجندا :

د افغانستان د سولې بهیر د پېچلتیاؤ د حل لارو موندلو په هکله !

  • د افغانستان د سولي د روان بهیر په وړاندي ننګونې او د بهیر د سالمي سمت نیونې لاري چاري .

    •   په سوله کې د همسایه ګانو ، نړیوالي ټولني موخې او رول او د افغانانو سري کرښې .

    •   په سوله کې د حکومت او د هغې د سیاسي مخالفینو موقف کوم لوري خپلوي ؟

    •   د سولي په بهیر کې د خلکو ، سیاسي ګوندونو او مدنې ټولنو رول .

  • د سولي په بهیر کې د افغانستان د حکومت او د هغې د بهرنیو پارتنرانو د شراکت بڼه .

ویناوال :

  • کارپوه ، لیکوال اوسیاستوال ښاغلی ډاکتر فاروق اعظم.
  • لیکوال او سیاستوال محمد اکبر کرګر .
  • لیکوال، څېړونکی او سیاستوال عبدالغفورلېوال .
  • سیاستوال نوروهاب څپاند.
  • د دعوت رسنیز مرکز مشر او ژورنالست محمد طارق بزګر .
  • ډاکتر وارث وزیري .
  • لیکوال عبدالوکیل سوله مل .
  • سیاسي او مدني فعاله راحله صیدیقي .

پیغامونه :

  • سیاسي فعاله او د هارو کانسلره پیمانه اسد .
  • لیکوال اوشاعرنظیف الله تکل ( شعر ) .
  • پیاوړی قصه لیکونکې او فرهنګپال حاجي امین باوري .
  • په هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې مشر او د لر او بر درنې ویبپاڼې بنسټګر عبدالله احسان .
  • په انګلستان کې د افغان سوشل کلب مشر سمسور فیض .
  • په انګلستان کې د افغانانو د انسجام د ټولنې ( ( BACC مشر احمدیوسف .

  سوالونه او ځوابونه :

 

د سیمینار د نتایجو جمع بندي :

 

وخت  :

 د سیمینار شروع د ماسپښین ۱ بجه او پای د مازدیګر ۵ بجې .

 پته :

 Milan Palace

68 The Green

UB2 4BG Southall

UK.

https://www.milanpalace.co.uk/

 

اړیکې :

Email:

Peaceseminar_london@outlook.com

Phone:

A.Solamal :              0044 7883 8732 62

Samsor Faiz:            0044 7852 2859 44

Ahmad Yusuf:          0044 0770 2374 59

Ahmad Shah Amin: 0044 7446 8565 40

 

Comments
Loading...