په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام/حبیب الله غمخور

 

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمبارکي پيغام

سبادسنبلې ۹ دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون ورځ  ده .

تاسودرنو هيوادوالو اودکرښي هاخواپرتوپښتنواوبلوڅوسياسي اوټولنيزوسازمانونوته دپښتنو اوبلوڅو دپيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دزړهله کومي مبارکي وايو .

ددې ورځي نوښت دبلوڅو مشرانوپه ګډون د پښتنودوه سوله غوښتونکومشرانوخان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اڅکزي کړى و. ددوى موخه دا وه چې دډيورنډ ددواړوخواووپه ميشتو قومونوکې دخپلواکۍ روحېپياوړي کړي ،اميدواريو چې داروحيه پياوړې سوې وی .

د وږي پرنهمه دپښتنواوبلوڅوديووالي ورځ  زموږ په جگړه ځپلي هيوادکي هرکال  دڅولسيزو را پدېخوا لمړی په دولتي کچه لمانځل کېدل  اوپه راوروسته کي ددولت اوسياسي گوندونو،ټولنواوسازمانونو له خوا لمانځلکېږي . البته له ۱۹۹۲ زکال راپدې خواددې ورځي په لمانځلوکي چي دپاکستان روزل سوو حاکميت درلود ناغېړی سوی . دمجددی صاحب له واک ته رسېدونه وروسته بياتر ۲۰۰۲ز کال پوري ددې ورځي علني لمانځلکدغن وه،خو ولس اوتاريخ ته وفادارو لمانځل  . ترهغه وروسته بياترتيرکال پوري کله په رسمی بڼه اوکله هم دسياسي اوټولنيزوساز مانو لخوا ددي ورځي ياد په مختلفو بڼوسوی . البته کله،کله دولت  هم ددې ورځي له لمانځلونه دپاکستاني چارواکو دخوشحالېدوپه موخه  ډډه کړې ،ځکه نودولس اوځينو مدني ټولنوله خوا لمانځل سوېده .دهمدې دلمانځنېغونډې دګډونوالو په کلکه  نيوکه کړې چې دولت ولې ددغې ورځې په يادولوکې ونډه وانه خيستله .

دهمدې ورځ دياد اولمانځلو په پلمه دکوزي پښتونخوادبلوڅواوپښتنودسياسي گوندونو اودهغوي له مشراتابه نه موغوښتنه داده چې دخپل برخليک ټاکلو ږغ پورته اوله نړيوالونه دخپل سياسي برخليک ټاکلو عملي غوښتنه وکړي .زمو ږ له نظره په شعارونو اوکنفرانسونو کي ويناوباندی نسي کېداي چې ديوه ولس برخليک و ټاکلسي ،ځکه خودتاريخي اسنادو اولاسوندونوته په کتوسره دديوه ترستم او استعمارلاندي ولس د

دخپلواکي دترلاسه کولو لپاره دملگروملتو سازمان ،امنيت شورا اونورو نړيوالو سازمانوته دقيقي ،عملی اوسياسی طرحي وړاندي کولوته ته اړتياسته ،غير له هغه به دډېورنډ دکرښي هاخوا پښتانه اوبلوڅ دتل لپاره دپاکستاني حاکمانوغلامان وي .

ددوستی دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب  حبيب الله  غمخور

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه