په سويډن کي د دوستی فرهنگی ټولني اعلاميه

0 66

سويډن مالمو

۲۰۱۹ ز کال دمی ۲۶

په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولني اعلاميه

دډله ايزو رسنيو له لاري مو خبرترلاسه کړ چې په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانو د پاکستاني پوځیانو په حمله کې لږ ترلږه ۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل سوی دي .

دا په داسې حال کې ده چې خپلواکې رسنۍ او د سیمې اوسېدونکيوايي، د پاکستاني پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مظاهره چیانوډزې کړي چې له کبله یې لږترلږه ۳ احتجاج کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ژوبل دي .

د پښتون ژغورنې غورځنګ او دسیمې اوسېدونکو وروسته له دېاحتجاج وکړ چې تېره شپه د دوی په وینا امنیتي ځواکونو دسیمېخلک وځورول .

موږ په شمالی وزيرستان ،ټوله پښتونخوا اوبلوچستان کې دعام  او بې دفاع  ولس اوددوي د روا مدنی او انسانی غوښتنو پروړاندي دپاکستاني چارواکو اوپو ځيانو ظالمانه اودټولو منل سو نړيوالو اصولو خلاف  کړني په کله غندو اودنفرت په سترگه ورته گورو.

موږ دپه شمالی وزيرستان کي دپښتون ژغورنې غورځنګ پر سوله ايز لاريون بريد په کلکه غندو. ددې بريد په پايله کې شهيدانوته فردوس جنت اوزخميانوته عاجله شفا غواړو.

موږ دپاکستان په نړيوالو دوستانو،دملگروملتو سازمان اوددې سازمان امنيت شورا،داروپا پارلمان ،دشانگهاي تړون غړو هيواد ږغ کوو چې دپښتنو اوبلوڅوپر وړاندي دپاکستاني چارواکواوپوځيانوغير انساني اودبشردحقوقوخلاف کړنو ته دنفرت په سترگه وگوری اوله پاکستاني چارواکونه په کلکه وغواړی چې خپلو دې نارواکړنو ته دپاي ټکی کښېږدي . ومن الله التوفيق

د دوستی فرهنگی ټولنې مشر  حبيب الله غمخور

Comments
Loading...