په بریتانیا کې افغان سفیر ته پرانستی لیک‎

امین کوچی

0 43

ابراهیم څوارلس کلن و چې د کورنۍ د اقتصاد د ښه کولو، ځان او کورنۍ ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره لندن ته راغی. سیاسي پناه یې وغوښته خو ډېر ځوان و او په دې مسایلو نه پوهېدو نو خپله قضیه یې سمه تعقیب نه کړه. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت (هوم افیس) د ده قضیه رد کړه او هغه هم غریبي اخیستی و، ډ ېر پسې ونه ګرځېدو. لس کاله بې اسنادو ګرځېدو او پټ کار به یې کاوه، لس کاله وروسته یې له یوې داسې نجلۍ سره واده وکړ چې د بریتانیا پاسپورټ لري. د بریتانیا د قانون له مخې څوک چې له بریتانوي پاسپورټ لرونکي سره واده وکړي هغه ته ویزه ورکول کېږي. ځوان ته خدای یو زوی هم ورکړ. کله یې چې د وېزې لپاره درخواست ورکاوه نو د افغان پاسپورټ غوښتنه ترې وشوه. اصلي تذکره یې واخیسته او له خپل ماشوم او بهرنۍ مېرمنې سره سل میله لېري په لندن کې د افغانستان سغارت ته ورغی.

هغوی ورته وویل چې په تذکره کې یې ستونزه ده باید نوې تذکره جوړه کړي. پلار او وروڼو یې نوې تذکره ورته جوړه کړه او لندن ته یې ورته راولېږله خو سفارت هغه هم رد کړه ځکه چې د بهرنیو چارو له وزارت څخه ټاپه شوې نه وه. هلک تذکره بېرته افغانستان ته ولېږله او له بهرنیو چارو وزارت څخه یې پرې راټاپه هم کړه. په دې لېږلو رالېږلو کې  شپږ میاشتې ووتې. کله چې افغان سفارت ته له نوې ټاپه شوې تذکرې سره ورغی ډيپلوماټ پښه په پښه اړولې ناست او تورې عینکې په سترګو وې، ورته وویل چې تذکره یې جعلي ده ځکه چې هغه افغانستان ته نه دی تللی نو تذکره یې څرنګه جوړه شوه. هلک ډېرې زارۍ او منتونه ورته وکړل خو غږ یې وانه ورېدل شو.

اوس هک پک پاتي دی چې څه وکړي چې افغان پاسپورټ واخلي او ویزه واخلي او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. په بریتانیا کې افغان سفیر هر وخت د افغان کډوالو غږ اورېدلی دی او په کراتو یې  قونصلګرۍ څانګې ته احکامات هم ورکړي دي خو هره دویمه ورځ قونصل بدل شوی وي او نوی قونصل نوې نخرې شروع کړي. په بریتانیا او اروپایي هېوادونو کې افغانان د کډوالۍ ژوند تېروي، په ډېرې سختیو او مشکلاتو اروپا ته ځان راورسوي خو چې کله افغان سفارتونو ته ورشي نو د ډیپلوماتانو په توګه راغلي د قومندانانو، جنرالانو، وکیلانو، څارنوالانو او وزیرانو زامن د دوی د مشکلاتو د حل پرځای نورې ستونزې ورته جوړوي. په بریتانیا کې له افغان سفیر څخه هیله کېږي چې د قونصلګرۍ څانګې ته پاملرنه او لارښوونه وکړي چې افغان کډوال په وړو وړو خبرو نه ځوروي او ستونزې يې حل کړي.

Comments
Loading...