په اوسلو کی د لاریون خبرتیا !!!

0 115

ناروی میشتي افغانان په پام کی لري چی د روان کال د فبروري د میاشتی په 16مه نیټه د پښتون ژغورنی غورځنګ د ځوان مشر او د محکوم لر افغان ملت د بنسټیزو او بشري حقونوغوښتونکي منظور پشتین د نیولو په غبرګون کی د ناروی د پارلمان مخی ته پراخه لاریون تر سره کړي. درنو هیوادوالو ۔ لروبر افغانانو ته په درنښت بلنه ورکول کیږي چی په خپل ګډون سره زمونږ اواز ته پیاوړتیا او لاریون ته مو ځواک وروبښي .

وخت : د یکشنبی ورځ د فبروري 16 مه نیټه د ماسپښین دوه 14:00 بجی

د راغونډیدو ځای: د اوسلو د اورګاډي مرکزي تم ځای مخته – د زمری د مجسمی خواته
د اړیکو شمیری:95775582/99269107

Comments
Loading...