ولسمشر ته پرانیستی لیک /فضل الله رشتین

جلالتماب د افغانستان د اسلامی جمهوریت محترم ولسمشر

السلام علیکم و رحمه الله وبرکاته،

د هیواد امنیتی او سیاسی اوضاع ډیرې حساسې مرحلې ته رسیدلې ده.
د زنبق په څلور لاري کې د تیرې چهار شنبې خونړۍ پیښه  یوه ډیره ټکان ورکوونکې او دردوونکې تراژیدي وه چې سارې یې د هیواد په تاریخ  کې نه لیدل کیږي.  د موټر بم په دې پیښه کې په سل هاو بیګناه خلک قتل او ټپیان شول.  دا خونړی پیښه د ننه په هیواد او له هیواد څخه بهر وغندل شوه. په کار وه چې په هیواد کې ولسونه راپاڅیدلې وې او دا خونړی پیښه یې غندلې وې. خو متاسفانه چې یوه ډله راپاڅیده او د دې پیښې په بهانه یې تطاهرات پیل کړل چې په نتیجه کې خلکو ته مرګ ژوبله ورسیدله.
دغه ډله د کابل د امنیتي وضیعت په خرابولو کې مسؤلیت لري . دوي  غواړي چې د همسایه هیوادونوپه لمسه  د هیواد امنیت کډ وډ کړي. دوي به حقیقت کې د هیواد ملې منافعو ته ضرر رسوي.
د دوي غوښتنې چې ولسمشر او اجراییه رییس دې استعفی وکړي، یوه بې ځایه غوښتنه ده ،  په دې حساس او خطرناک وخت کې د ولسمشر او اجرا ییه رییس        ا ستعفی ډیر منفي عواقب لري.
دا عناصر په حقیقت کې د سولې مخالف عناصر دي، له دولت سره د کلبدین حکمتیار د سولې او تفاهم په اړه  خوښ نه دۍ نو ځکه بهانې جوړوي، کله یوه بهانه او کله بله بهانه کوي . خپلو سیاسي موخو ته د رسیدلو لپاره دا سمه لار نه ده.  دافغانستان خلک سوله غواړي او سوله یو ضرورت دی. ټول افغانان باید په دې حساس وخت کې د خپل حکومت تر شا ودریږي.  افغانستان د لویو طاقتونو د رقابت په میدان بدل شوی دی، که مونږ متحد نه شو او اتفاق ونه کړو نو له افغانستا ن څخه به سوریه جوړه شي.
ټولې سیاسي ډلې باید سره په یو پلیټ فارم کنیني او د افغانستان مشکل ته  بین الافغانی حل پیدا کړي.
د دې لپاره چې امنیتي او سیاسي اوضاع له دې لا ډیره بحراني نه شي نودایو څو لنډ پیشنهادونه لرم

* په هیواد کې د اضطراري حالت اعلامول
* د سلب اعتماد شویو وزیرانو پر ځای د نویو       وزیرانو معرفي کول.
* د پولیسو او امنیتي ارکانونو په لیکو کې فوري بدلون راوستل
* هغه امنیتي مسولین څارنوالی ته معرفي کول چې د جمعې د ورځې په پیښه کې یې لاس درلود
* د پیښو حقایق ملت ته څرګندول
ستاسو جلاتماب  له خوا عامو خلکو ته  ویناوې کول او بیانیې  ورکول او ملت ته د حقایقو څرګندول.
* ولسي جرګې ته د دفاع د وزیر معرفي کول چې خپله د اعتماد رایې واخلي.
* د کورنیو چارو د وزارت په لیکو کې تغیر او تبدیل راوستل
* اضطراري لویه جرګه را غوښتل*
* وزیرانو ته د مسؤلیتونو سپارل او له هغوی څخه د کار او فعالیت د راپور غوښتل
* په وزیرانو او چارواکو اعتماد کول.
*  له اجراییه رییس سره د چارو د بهبود لپاره قاطع خبرې کول او ټول اختلافات یو خواته کول.
* له قاطعیت څخه کار اخیستل.
* ملی ګټو ته توجه کول او له ډلو ټپلو سره سیاسي معاملې نه کول.
* د افغانستان په ټولو اتباعو د قانون تطبیقول او عملي کول
* تصمیم نیول او زړه نا زړه نه کیدل
*  په خدای توکل کول او چارې مخته وړل.

دا څو پیشنهادونه ستاسې درانه حضور ته وړاندې شول.
په هیواد کې د سرتاسري سولې او امنیت د راتلو په هیله
په درناوی
فضل الله رشتین

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه